ورزش

په بلخ کې د ورزشکارو نجونودځغاستې سيالي ترسره شوه

کابل /دکب ٩مه / باختر
دکب مياشتې د نهمې د هېواد دامنيتي اودفاعي ځواکونو دملي ورځې په درناوي  په بلخ کې  د ورزشکارو نجونودځغاستې  سيالي وشوه .
د باختراژانس دخبرله مخې، د ځغاستې  دغه سيالي  دکب مياشتې  د نهمې د هېواد دامنيتي اودفاعي ځواکونو دملي ورځې  په درناوي  ٢٥ ورزشکارو نجونو ترمنځ  په مزارشريف ښار کې  د دوو کيلومترو په واټن ترسره شوه .
په دې سيالي کې معصومې رضايي لومړى مقام وګاټه .
رضايي  د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې دغه  ځواکونه دخلکو  دسراو مال د امنيت تامينولو لپاره سرښندنې کوي .
هغې دغه راز د دغه شان سياليو ترسره کول  دنجونو دورزشي  استعدادونو په وده کې ارزښتناک وبلل .
ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته