ټولنه

د افغان پلان جوړولو موسسه له کورنيو بې ځايه شويوکسانو سره مرسته کوي

کابل/ باختر دثور ٣١:
د افغان پلان جوړولو موسسه ( اې پي اې) د هغه تفاهم ليک له مخې چې د مهاجرينو د راستنولو د چارو له وزارت سره يې لاسليک کړ، د هېواد په جنوب لويديځو او ختيځو ولايتونوکې له بې ځايه شويوکسانوسره مرسته کوي .
دغه همکاري او مرسته د هغه تفاهم ليک له مخې ترسره کيږي چې نن  د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت د پلان او پاليسۍ د معين فضل احمد عظيمي او د افغان  پلان جوړولو موسسې د استازي له خوا لاسليک شو . 
د دغو دوو ادارو ترمنځ د دوه اړخيزې همکارۍ د تفاهم ليک له مخې، دغه موسسه له بې ځايه شويوکورنيو سره د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ په مالي ملاتړ په لومړنيو اړتيا وړ برخوکې له بې ځايه شويوکورنيو سره بشري مرسته کوي .
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت د پلان او پاليسۍ معين ددغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په وخت کې د افغان پلان جوړولو موسسې له مرستو څخه په قدردانۍ سره له نورو ملي او نړيوالو بنسټونوڅخه هم له بې ځايه شويوکسانو سره د مرستې غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته