ټولنه

د ګوملې ولسوالۍ له بې ځایه شویو کورنيو سره به اړينې مرستې وشي

ښرنه باختر د وږي د میاشتې ۲۷ مه
د پکتیکا ولایت له ګوملې ولسوالۍ څخه دجګړو له امله راکډه شوې ۸۴ کورنۍ چې دا مهال په سروبي او ارګون ولسوالیو کې مېشتې دي د اړنیو توکو مرستې به ورسره وشي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د پکتیکا ولایت د اضطرار کمیټې په نوبتي غونډه کې وکړې.
په دغه غونډه کې د پکتیکا پر مرستیال والي عطاالله سربېره د اړونده ادارو استازو او د بېلابېلو مرستندویه موسسو مسوولینو ګډون کړی و.
د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وایي، له ګومل ولسوالۍ څخه ارګون او سروبي ولسوالیو ته د ۸۴ بې ځایه شويو کورنیو سروې ترسره شوې او په وینا یې ډېر ژر به ورسره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې و شي.
هغه زیاته کړه، د مرکز ښرنې او یو شمېر ولسوالیو له ۷۰ کورنیو سره چې د وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي دي د خوراکي توکو مرستې ورکوي.
بل لورته د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي له مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه چې د بې ځایه شویو او بې وزله کورنیو سره اړینې مرستې وکړي.
هغه زیاته کړه، دغه کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې په کار ده چې له دوی سره د اړتیا وړ مرستې په خپل وخت ترسره شي او د دوی هر راز لاسنیوی وشي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته