فرهنګ

تبصره:

کابل – باختر دسلواغې پنځه لسمه :
د بې سرحده خبريالانو د نړيوال سازمان وروستى رپوټ د دې کار څرګندوى دى چې په افغانستان کې د بيان آزادى او د مطبوعاتو خپل ځاى پيداکړي دي او دغه پديده په هيواد کې د ودې په حال کې ده .
دباخترآژانس مبصر ليکي: په دې وروستيو وختوکې د بې سرحده خبريالانو نړيوال سازمان په نړۍ کې د مطبوعاتو د حالت په باب خپل کلني رپوټ خپورکړى دى .
په دې رپوټ کې د نړۍ په يو سلو نهه اويا هيوادونوکې د رسانه يي فعاليت او د خبريالانو دکار څرنګوالې څيړل شوې دي.
د افغانستان په اړوند په دې رپوټ کې ويل شوى دى چې دغه هيواد د ٢٠١٢ ميلادي کال په بهير کې د ٢٠١١ کال په پرتله د بيان د آزادى او د مطبوعاتو په برخه کې په سلوکې شل وده کړې ده.
د بې سرحده خبريالانو نړيوال سازمان په افغانستان کې ددغه شان حالت له امله خوښي څرګنده کړې ده او دا کار يې په دغه هيوادکې د ديموکراسي د بايښت لپاره يوه ښه انګيزه او خوځښت بللې دي.
ددغه رپوټ په مطالعه کولو سره دې نتيجې ته رسيږو چې په افغانستان کې د بيان د آزادى او د مطبوعاتو حالت د سيمې له هيوادونو څخه څو برابره ښه دى. په دې هيوادکې هيڅ يو خبريال د رسانه يي کار په جرم نه دى محکوم شوى او په هيڅ حالت کې آن په حساسو او نازکو شرايطوکې هيڅ رسنۍ د خپرونو په بندولو نه ده ګواښل شوى او هيڅ رسنۍ تراوسه پورې د دې ادعا نه ده کړې چې په کار باندې يې د دولتي مرکزونو له خوا نفوذ عملي شوى دى.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت د بيان د آزادى او د آزاد رسانه يې کار په بشپړ ډول ملاتړ کړى دى او د رسانه يي سرغړونو دکميسون په جوړولو سره يې هلې ځلې کړې دي چې په هيواد کې دمطبوعاتو د کورنۍ ستونزې په خپله د دوى ترمنځ حل شي.
نن ورځ په افغانستان کې له يوسلو پنځه اويا سيمه ييزو راډيوګانو سره پنځه اويا حصوصي (سيمه ييز او سراسري ټلويزيونونه)او يو زيات شمېر چاپي رسنۍ او ويپ سايټونه فعاليت کوي چې فعاليت يې له زغم مننې سره يو ځاى دى او د دولتي مرکزونو له بشپړ ملاتړ څخه ګټه اخلي او د بيان آزادى د افغانستان د دولت ډير ستر برياليتوب بلل کيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په وار وار ځان دهيواد دمطبوعاتو دکارکوونکو د مشق تخته بللې ده او په دې کار يې د تاييد مهر لګول دى چې دولت به په بشپړ قوت سره د دغې پديدې دفاع وکړي.
افغان دولتي چارواکې په دې باور دي چې د بيان او د مطبوعاتو آزادى وده، د هيوادوالو دفکري ودې سبب کيږي او بې عدالتي او بې توپيري په ډاګه کوي او په پاى کې هيواد د ودې او پراختيا يوه هدفمند تګلورې ته برابروي.
دغه خبره کولى شو يوه وياړلې خبره وبولو چې په افغانستان کې د خبريال او رسنۍ په نسبت زغم شته ،کره کتنه او انتقاد تعقيبيږي او مسوولين د هغو په وړاندې ځان ځواب ورکوونکي بولي؛ خو دغه خبره نه شي کيداى چې دکار پاى وي.
د افغانستان خلک د رسنيو رسالتمندکار درناوى کوي او په دې کار ټينګارکوي چې په افغانستان کې د رسنيو کار بايد په بېلابېلو انګيزو سره تعقيب نه شي. بايد رسنۍ له سليقوي چلن ، قومي او ژبڼيو انګيزو او له بهرنيوګټې اخيستنو څخه ډډه وکړي.
دملي ګټو په لاره کې يون کولى شي د خلکو په نسبت د رسنيو اعتبار زيات کړي ، د رسنيو مسوولين دې بايد د عمومي افکارو د ودې لپاره له موجود فرصوتونو څخه ګټه واخلي او د ډله ييزو ګټو په پام کې نيولو سره دې عمل وکړي چې په ټولنه کې ولسواکۍ واکمنه شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته