کابل باختر دتلي شپږمه :
دنيمروز ولايت په يوه واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دنيمروز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال دلاورشاه دلاور دباختراژانس خبريال ته وويل: دچار برجک ولسوالۍ دمرکز په يوه واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله يوه مور له زوى سره يې ووژله شوه اويوزوى او پلار ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغې پيښې دټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي بلل شوى دى او په دې باب دپوليسو څيړنې او پوښتنې پيل شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ