کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
د ملي اردو د ځونونو د هغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې پرون دقندهارولايت په دوو ولسواليو کې ترسره شول يو شمير وسله وال مخالفين ووژل شول او يوه اندازه ، مهمات ترلاسه شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات چې دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد
دقندهار ولايت د ژيړۍ او غورک دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول يو شمير مخالفين ووژل شول او يو شمير نور يې ټپيان شول.
د دغو عملياتو په بهير کې دهاوان څلورماينونه ، يوه اندازه چاوديدونکي توکې او څوارلس ماينونه کشف او شنډ کړاى شول .
ديوبل خبرله مخې :
اته پنځوس ډول ډول ماينونه چې نوي د وسله والو طالبانو له خوا د ورانکارو او تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په خاطر د نيمروز، دلا آرام او د هلمند ولايت دنوزاد ، ګرشک ، مارجې ، واشير او دموسي قلعه دولسواليو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي وو دملي اردو دځواکونو د امنيتي ګزمې په بهيرکې کشف او شنډ کړاى شول.
0 1 دقیقه لوستل