امنیت

درې وسله وال طالبان په پروان کې ووژل شول .

کابل /دتلې ٧مه /باختر:
درې وسله وال طالبان تېره شپه دپروان په شيخ علي ولسوالۍ کې ووژل شول او څلور نور ټپيان شول .
دغوربند په دره کې يوه پوځي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو له څو استقامتونو په شپخ علي ولسوالۍ کې دپوځيانو په پوستې بريدوکړ چې دپوځيانو له سخت مقاومت سره مخ شول  او ددريو مړو اوڅلورو ټپيانو په پرېښودوسره شاتګ ته اړ شول
هغه زياته کړه چې په دغو نښتو کې يوپوځي  شهيد او يوبل  ټپي شوى دى .
ختم سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته