سیاست

دکورنيو چارو وزير دخوست اوروزګانوله خلکوسره وکتل

کابل باختر دسلواغې شلمه
د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي نن د خپل کار په دفتر کې د خوست اوارزګان ولایتونوڅخه راغلو یوشمیر مشرانواوسپین ږیروسره په جلا،جلا توګه وکتل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دغه کتنه کې لومړی د خوست ولایتی شورا رییس اوله دغه ولایت څخه راغلو قومي مشرانواوسپین ږیروخپل یو لړسیمه ایزې امنیتی ستونزې کورنیو چارو وزیرسره شریکې کړي او د کورنیو چاروله وزیرڅخه یی وغوښتل چی د یادوستونزودحل په موخه اغیزمن ګامونه پورته شي.
همدا راز له خوست ولایت څخه راغلومشرانو په یاد ولایت کی میشتوقومونو او دولتي ارګانونو تر مینځ د ګډې همغږۍ په اړه د کورنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړاوويي ویل: د خوست ولایت خلک په پوره اخلاص او صداقت سره له خپلو ملي پولیسو سره په هره برخه کې نږدې همکاري لري .
وروسته د کورنیو چارو وزیر له ملي پولیسو سره د خوست ولایت دینی عالمانو، قومي مشرانواوخلکو له همکاریو مننه وکړه ویې ویل چی د کورنیو چارو وزارت دروازې د ټولو افغانانو پرمخ خلاصې دي . موږ به د ولسونو په ګډې همکارۍ سره د امنیت په ټینګښت کې لا نور کوټلي ګامونه پورته کړو څو د هېواد په ټولو ولایتونو کې ډاډمن او خوندي امنیت رامینځته شي.
همدا رازد کورنیو چارو وزیرنورالحق علومی د ارزګان ولایت له یوشمیرسپین ږیږو اومخورو سره د خپل کارپه دفترکی وکتل اوپدی کتنه کی له یاد ولایت څخه راغلو قومی مشرانواومخوروله لوری هم یولړسیمه ایزی امنیتی ستونزی د کورنیو چارو وزیرته وړاندی شوی اود یاد ولایت اړوند ولسوالیواود مواصلاتی لارود امنیت په موخه خپل نظرونه اووړاندیزونه د کورنیوچارله وزیر سره شریک کړل .
وروسته د کورنیو چارو وزیر له ارزګان ولایت څخه راغلوقومی مشرانوله لوری مطرح شوو ستونزوحل په موخه ژمنه وکړه اوپه ټینګارسره یی وویل چی د کورنیو چارو وزارت مشرتوب په ارزګان ولایت کی ډاډمنه سوله اوامنیت په موخه به د هیڅ رازهلوځلوڅخه ډډه ونکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته