سیاست

ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي دلوړې مراسم پرځاى کړل

کابل باخترد تلې دمياشتې ٧ :
ډاکتر محمداشرف غني احمدزي نن  دخاصو مراسمو په ترڅ کې دافغانستان دخلکو د دويم منتخب جمهوررييس په توګه او ډاکتر عبدالله عبدالله  دملي وحدت دحکومت  داجرائيه رييس په توګه دوفاع دارۍ لوړه  وکړه .
دباخترآ ژانس دخبرله مخې :
په هغو مراسمو چې  په همدې مناسبت  دپاکستان دجمهوررييس ممنون حسين،
دهند جمهوريت  د جمهوري رياست دمرستيال  محمدانصاري ، دايران داسلامي جمهوريت دجمهوررييس  داجرائيه مرستيال شريعت مداري  ، دسعودي عربستان په بهرنيو چارو  کې ددولت دوزير  ، دنړۍ داسماعيليانو دمشر کريم آقاخان ،  دجهادي او ملي شخصيتونو ، دکاناډا دکډوالو دچارو  دوزير ، محمود خان اڅکزي ،اسفنديار ولي  او دآفتاب احمدشيرپاو  او دپاکستان دبيلابيلو  ګوندونو دمشرانو ، په کابل  کې دبهرنيو هېوادونو دسفيرانو   او کورديپلوماتيکو استازو  ، دملي شورا ددواړو مجلسونو درييسانو ، دکابينې دغړو  او ديوشمير  نورو کورنيو اوبهرنيو ميلمنو  په ګډون دجمهوري رياست په ار ګ کې پرځاى شول ، لومړى  حامدکرزي خبرې وکړې  .
وروسته  ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي  په داسې  حال کې چې دسوګندليک متن  دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي له خوا لوستل کيده ، دوفادارۍ لوړه وکړه .
ورپسې د ډاکتر محمداشرف غني احمدزي  له خوا دجمهور رييس دمرستيالانو  دلوړې مراسم پرځاى شول.
دافغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررييس ډاکتر محمداشرف غني احمدزي
دملي وحدت دحکومت داجرائيه رييس په توګه دډاکتر عبدالله عبدالله او دده دمرستيالانو  هريوه  انجينر محمد خان او د حاجي محمدمحقق  او داصلاحاتو او ښې  حکومت والۍ په  چارو کې  دجمهوررييس دفوق العاده استازي په توګه  داحمدضيا مسعود دټاکنې په باب دجمهوري رياست  لومړى فرمان لاسليک کړ.
ورپسې  ډاکتر عبدالله عبدالله دملي  وحدت دحکومت داجرائيه رييس په توګه وينا وکړه  اوپه انتخاباتو کې دافغانستان دخلکو دپراخ ګډون له امله يې مننه او قدر داني وکړه او ويې ويل : چې  نن موږ  ديوې سياسي   موافقې دچوکاټ پربنسټ دملي وحدت  دحکومت په جوړولو سره  په يو واحد ټيم  ژمن يو .
وروسته ډاکتر محمد اشرف  غني احمدزي وينا وکړه او په سياسي ، اقتصادي
، ټولنيزو  ، امنيتي  اوقضايي برخو اوپه نورو برخو کې يې دنوي نظام تګلاره اعلام کړه .
مراسم دجهادي شخصيت  اودافغانستان داسلامي   دولت د  لومړني جمهور رييس پروفيسر حضرت صبغت الله   مجددي له  خوا په لنډو خبرو او دداعيې په لوستلو سره پاى ته ورسيده .
ددغه خبر تفصيل وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته