سیاست

غني: د ملي وحدت حکومت به د فکر او عمل د یووالي یوه ښه بېلګه و اوسي

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٣
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمدعلم ایزدیار په مشرۍ د دغې جرګې له یو شمېر غړو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ ترسره شوه، لومړی د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو په ولسوالۍ کې د پروني ځانمرګي تروریستي برید شهیدانو ته دعا وشوه او ټپیانو ته د لوی خدای (ج )له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله وشوه.
بیا په مشرانو جرګه کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د خلکو استازو په وار سره د امنیت، پوهنې، لوړ زده کړو، برېښنا، روغتیایي خدمتونو، د اوبو د بندونو اوسړکونو په برخه کې د خپلو اړوندو ولایتونو ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې او له هغه یي وغوښتل چې د هېواد په کچه د کرنې پراختیا، د دیني مدرسو جوړولو، د داخلي بې ځایه شویو کورنیو، معیوبینو او دکوچیانو د حالت ښه والي ته پاملرنه وکړي.
جمهور رئیس غني په دې کتنه کې د مشرانو جرګې د غړو د خبرو له اورېدو وروسته وویل: په هېواد کې اوږدې جګړې دوام موږ ته غم، فساد او بې عدالتي په میراث را پرې ایښې دى له دې امله پکار ده چې افغانان په خپلو کې د فکر او عمل یووالی ولري، د ملي وحدت حکومت به د فکر او عمل د یووالي یوه ښه بېلګه و اوسي.
جمهور رئیس وویل، د افغانستان خلکو په ما باورکړی او زه یې دغه مقام ته رسولی یم چې د هېواد په اوسني حالت کې ښه والی راولم خو په هېواد کې موجودې ستونزې او ناخوالې دومره ډیرې دي چې نه شو کولای په یوځل او یا په لڼد مهال کې هغو ته د پای ټکی کیږدو.
ده څرګنده کړه چې لومړی باید موږ خپل هدفونه مشخص او بیا د هغو د عملي کولو لپاره لازم وسایل ولرو چې له بده مرغه زموږ بنیادي ستونزه دا ده چې موږ د خپلو ستونزو د حل لپاره لازم وسایل نه لرو.
جمهور رئیس د مشرانو جرګې غړو ته په خطاب کې وویل، ستاسو او د ټول افغان ولس له همکارۍ پرته نه شو کولای په ستونزو بریالي شو، خپلې سلا مشورې په دوامدار ډول را سره شریکې کړی ترڅو په هېواد د کتنې وړ بدلونونه رامنځته کړو.
جمهور رئیس غني وویل چي د مشرانو جرګې له غړو سره له دغې مشورتې غونډې وروسته به په راتلوونکو غونډوکې له هغوی سره د عملي شویو اقداماتو په اړه خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته