کاراکاس –نړيوالې- باختر د تلې دمياشتې ٩
وينزويلا دريو امريکايي ديپلوماټانو ته ٤٨ ساعته وخت ورکړى دى چې له دغه هيواد څخه ووځي.
دوينزويلا جمهور رييس نيکولاس مادورو په دغو دريو تنو تور ولګاوه چې د دغه هيواد داقتصاد دخرابولو نيت يې درلود.
دى وايي داسې شواهد په واک کې لري ښيي چې دغه درې تنه د وينزويلا شرکتونو بډې ورکړي دي چې خپل کارى فعاليت لږ کړي.
له ٢٠١٠ کال څخه امريکا او وينزويلا ديوبل په هيوادونو کې سفير نه لري .
په وينزويلا کې په دې وروستيو وختو کې د بورې او اوړو په ګډون ځينې مالونه
لږ شوى دي .
د ٢٠١٠ د دسمبر په مياشت کې د هوګو چاويز دولت لرې پلمرته چې ټاکل شوى وه په وينزويلا کې دامريکا سفير شي ، ويزه ورنه کړه .
ددغه کار په غبرګون کې امريکا هم د وينزويلا سفير له واشنګتن څخه وايسته .
0 1 دقیقه لوستل