کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٨ :
په کندز ولايت کې ٢٤ ښوونځي چې څه موده مخکې تړل شوي و؛ پرون بيا پرانستل شول او د زده کوونکو د استفادې وړ وگرځيدل.
د پوهنې وزارت د خپرونو رييس کبير حقمل دباخترآژانس خبريال ته وويل : دکندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ١٣٩٣ کال د ثور دمياشتې په ٢٧ مه نيټه د امنيتي ځواکونو او د دولت د مخالفينو ترمنځ د وسله والې نښتې له امله ٢٤ ښوونځي په قسمي ډول وتړل شول او زده کوونکو د امنيتي ستونزو له امله ونه کړاى شول ښوونځيو ته لاړشي.
د دغو ښوونځيو د ډير ژر بيا پرانستلو په باب د پوهنې د وزير فاروق وردګ له لارښوونې سره سم د کندز ولايت د پوهنې رياست دلوى خداى (ج) په مرسته او د جيدو عالمانو، سپين ږيرو او د مخورو قومي شخصيتونو او په قضيه کې د ښکيلوکسانوپه همکارۍ وکولاى شول دغه ښوونځي پرون بيا پرانيزي او د هېواد بچيانو ته د ښوونې او روزنې زمينه برابره کړي .
حقمل زياته کړه چې د پوهنې وزارت مشرتابه د دشت ارچي ولسوالۍ د٢٤ښوونځيو د بيا پرانستلو په اړوند دکندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ د پتمنو خلکو، مخورو او قومي شخصيتونو او په قضيه کې د ښکيلو کسانو د همکارۍ له امله قدرداني کړې ده او له پوهنې سره يې د هېوادوالو د زياتې مرستې غوښته کړې ده .
ده زياته کړه چې دغه راز د پوهنې وزارت مشرتوب غوښتنه کوي چې ټول پوځي عمليات د استوګنې له سيمو په تيره بيا دپوهنې له حريم څخه چې داسلامي علومو
او د نورو علومو د زده کړې مرکز دي؛ لرې وساتي او پرې نږدې چې ملکي وګړو او د ښوونځيو بيګناه زده کوونکو ته زيان ورسيږي .
0 1 دقیقه لوستل