ښوونه او روزنه

ترکي ځواکونو په سرپل کې دکمپيوټر او ژبې د زده کړې کورس جوړ کړ

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٣
دترکيې دبيارغاونې  ټيم نن په  سرپل ولايت کې زده کونکو نجونو ته دکمپيوټراو
د ترکي او انګلسيي ژبې دزده کړې کورس جوړ کړ.
دسرپل ولايت دښځو دچارو رييسې نسيمې آرزو  باختر آژانس ته وويل  : 
دغه کورس چې په  سرپل ښارکې جوړشوى  يوسلو اتيا تنه ښځينه زده کونکې
به   په څلورو  دورو  ديو کال په بهير کې زده کړه  وکړي.
دښځو دچارو رييسې زياته کړه دترکيې دبيارغاونې ولايتي ټيم دپنځلسو کمپيوټرونو،  ميزونو او څوکيو  مرسته هم  له دغه کورس سره کړي دي .
ديادونې وړ ده چې د دغه کورس هره  دوره  درې مياشتې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته