کابل باختر دکب اته ويشتمه :
په کونړ ولايت کې نن د دوو پرله پسې چاودنو له امله دملي اردو يو سرتيرى او يوملکي وګړى شهيدان شول .
په دغو چاودنوکې چې د مرورې ولسوالۍ په مربوطاتوکې وشوې؛ د ملي اردو يو پوځي ټپي شوى دى.
په لومړۍ چاودنه کې يو تنکى ځوان شهيد شو چې د پيسو په بدل کې يې د اردو د پوځيانو يوې قرارګاه ته اوبه ليږدولې. خو دويمه چاودنه هغه وخت وشوه چې دملي اردو سرتيري د يوه ملکي وګړى د ژغورنې لپاره ساحې ته ورغلي وو.
ويل کيږي دغه بمونه له لرې واټن څخه اداره کيدل.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې د اردو يوبل پوځي ټپي شوى دى .
ده وسله والو طالبان ددغو بمي بريدونو مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې دعاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
په همدې حال کې دکونړ ولايت دمرورې په ولسوالۍ کې د يوه روغتيايي مرکز ډاکترانو په دې پيښه کې د ټپي پوځي روغتيايي حالت خراب وباله.
0 1 دقیقه لوستل