امنیت

دملي اردو لوى درستيز : موږ په جنوب کې ښه ګاونډى نه لرو.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١١
دملي اردو لوى درستيز وايي که چيرې دپولو دساتنې په برخه کې نور انتخابونه صفر وشي وروستى انتخاب دملي اردو به وي.
دباختر آژانس خبريال خبر راکړ دملي اردو دلوى درستيز ستر جنرال قدم شاه شهيم دغه څرګندونې دننګرهار ولايت په دوو سرحدي ولسواليو د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو په اړوند شوې دي .
جنرال شهيم چې نن يې دکورنيو چارو وزارت له ستر امنيتي معين جنرال عبدالرحمن رحمن،دملي امنيت دشورا له مرستيال فيض الله ذکي او د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواکۍ له سرپرست محمد نادر يما سره په يوه ګډه غونډه کې خبرې کولې ،څرګنده کړه : موږ دهيواد په جنوب کې ښه ګاونډى نه لرو ، ځکه کله ناکله دهغوى له خوا زموږ په هيواد دتوپنو ډزې کيږي .
د دولتونو ترمنځ دحقوقو مادو له مخې ، دسرحدونو دامنيت تامينول دسرحدي پوليسو دنده ده موږ دې ته سترګې پرلاره يو.
که چيرې نور انتخابونه صفر شول وروستى انتخاب دملي اردو دى او موږ عمل ته ورودانګو .
شهيم وويل: تروريستانو دعمري په نامه د يرغليزو عملياتو پلان له افغانستان څخه بهر طرحه کړى دى چې له يوه تبليغ او رواني جګړې پرته ، بل څه نه دي .
ده زياته کړه : تروريستانو په خپلو دغو عملياتو کې کومه سيمه او ونه نيوله ،بلکې سخته ماتې يې وخوړه او زياتې سيمې يې له لاسه ورکړې دي .
ده په ډاګه کړه : دفاعي او امنيتي ځواکونو له نورو سره په هماهنګي کې دشفق عمليات دکندز ،بدخشان ،تخار ،بغلان ،فارياب ،هرات ،بادغيس ،روزګان،غزني ،کونړ ،پکتيا او کاپيسا په ولايتونو کې پيل کړي دي چې دښمن ته درانه ګوزارونه پکې ورکړل شوي دي لوى درستيز په دې خبري غونډه کې دکويټې او ميرامشاه شوراګانې دافغانستان دښمنانې وبللې.
د طالبانو دغه دوه مرکزونه يو دملا اختر محمد منصور او بل دسراج الدين حقاني له خوا رهبري کيږي .
په دې غونډه کې دکورنيوچارو وزارت امنيتي معين جنرال عبدالرحمن رحمن دشفق دعملياتو په اړه معلومات ورکړل ويې ويل : پوليس دنده لري چې چاڼ شويو سيمو امنيت تامين کړي .
ده دهيواد په کچه دجنايي پيښو په اړه وويل : په يوه اوونۍ کې په ټول هيواد کې په منځني ډول له دوه سوه څلويښتو څخه تر دوه سوه اويا پورې جنايي پيښې رامنځته کيږي چې دکابل ،غزني ،پروان او هرات ولايتونه زياتې جنايي پيښې لري چې امنيتي معين دکوچنى ماشوم اباسين دوژل کيدو په اړوند چې انسان تښتوونکو له خوا په مظلومانه ډول ووژل شو  وويل : ددغې پيښې په اړوند زيات شمير کسان نيول شوي چې د دوى د دوسيو له بشپړيدو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارلې شي.
اباسين پنځه مياشتې مخکې دکابل ښار دنوې کارتې له ساحې څخه تښتول شوى و چې مړى يې دوه ورځې مخکې دخاک جبار په ساحه کې ترلاسه شو .
ده وويل: په دې باب زموږ تحقيقات دوام لري.که چيرې مسولينو غفلت کړى وي دندې به يې وځنډولې شي.
ده له عدلي او قضايي بنسټونو څخه وغوښتل چې داباسين وژونکي په اعدام محکوم کړي.
دملي امنيت دشورا مرستيال فيض الله ذکي په دې خبري غونډه کې وويل: دننګرهار ولايت دلعل پورې او ګوشتې په ولسواليو دپاکستاني پوځيانو تيري کوونکي بريدونه هر اړخيز تدقيق ته اړتيا لري او دغه مسله به نن په يوه غونډه کې وڅيړله شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته