امنیت

د طالبانو دراکټي بريدونو له امله دپنځو تنو شهادت او دڅلورو تنو ټپي کيدل.

کابل باختردچنګاښ شپاړلسمه :
دکندز ولايت دعلي اباد په ولسوالۍ کې  نن سهار دطالبانو دراکټي بريدونو له امله پنځه تنه ملکيان  شهيدان او څلور تنه نور  يې ټپيان شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني  دباختراژانس  خبريال ته وويل، وسله والو طالبانو دعلي اباد ولسوالۍ ددريم لاله ميدان په سيمه کې د سيمه ئيزو  پوليسو په امنيتي  پوستې راکټي بريدونه وکړل چې  داستوګنې  په يو کور ديوه توغندي   دلګيدو له امله يې د ښځو او ماشومانو  په ګډون پنځه تنه شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول .
  دخبرځاى د څرګندونو له مخې،  دپيښې ټپيان دامنيتي ځواکونو او دهغوى دکورنيو له خوا روغتيايي مرکزونو ته ليږدول شوي چې ددوو تنو روغتيايي  حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته