کابل باختردچنګاښ شپاړلسمه :
دکندز ولايت دعلي اباد په ولسوالۍ کې نن سهار دطالبانو دراکټي بريدونو له امله پنځه تنه ملکيان شهيدان او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني دباختراژانس خبريال ته وويل، وسله والو طالبانو دعلي اباد ولسوالۍ ددريم لاله ميدان په سيمه کې د سيمه ئيزو پوليسو په امنيتي پوستې راکټي بريدونه وکړل چې داستوګنې په يو کور ديوه توغندي دلګيدو له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې، دپيښې ټپيان دامنيتي ځواکونو او دهغوى دکورنيو له خوا روغتيايي مرکزونو ته ليږدول شوي چې ددوو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ