فرهنګ

د ځوانانو د چاروړ معين د خوست ولايت له مشرانو سره وکتل

کابل باختر دوږي  شپږمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات نن د خوست ولايت له مشرانو سره په کتنه کې هغوى ته ډاډ ورکړ چې په دغه ولايت کې به د ځوانانو د ظرفيت د لوړولو پروګرامونه عملي کړي.
  دباخترآژانس د خبر له مخې:
په دې کتنه کې د خوست ولايت يوشمېر مشرانو چې د دغه ولايت د بېلابېلو  قومونو استازيتوب يې کاوه؛ د دغه ولايت د ځوانانو ستونزې له ډاکتر کمال سادات  سره طرحه کړې او د دغو ستونزو د څيړنې او حل کولو غوښتنه يې وکړه .
د خوست ولايت يوه سپينږيري حاجي ملک مير باز خان وويل چې د دغه ولايت  زياتره ځوانان په افغانستان کې د کار د نشتوالي په خاطر اوس په عربي هېوادونوکې شپې سبا کوي چې د هغوى لرې والى ميندو او پلرونو ته يې سخت دردونکى دى.
ده ځوانانو ته د کار نشتوالي د نه زغم وړ وباله او ويې ويل: که چيرې خوستي ځوانانو ته د کار زمينه برابره نه شي؛ دوى به له هېواد څخه د زياتو ځوانانو د وتلو شاهدان واوسي. 
د حاجي ميربازخان دڅرګندونوله مخې: د دوى بچيان په خپل هېوادکې کارموندلو ته سترکې په لاره دي، کله چې په افغانستان کې دوى ته د کار زمينه برابره شي؛ په ډير لنډ ممکن وخت کې به خپل ګران هېواد ته راستانه شي.
د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات د خوست ولايت د مشرانو د غوښتنو او ستونزو له اوريدو وروسته ژمنه وکړه چې د دغه ولايت له ځوانانو سره به د نويو فنونو او د ملکي کارونو په زده کړه کې همکاري وکړي.
ده زياته کړه چې د ځوانانو د چارو معينيت په پام کې لري چې د ځوانانو له ملي پاليسي سره سم د پوهنې، لوړو زده کړو، عامې روغتيا او د ورزش په برخه کې د هېواد له ځوانانو سره مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته