کابل، د غوایي ۲۴مه، باختر
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان تر سفر وروسته کندز ولایت ته رسېدلی او د دغه ولایت له ځایي چارواکو سره لیدلي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ اقتصادي مرستیال په دغه کتنه کې وویل، چې د دولتي شرکتونو په فعالېدو سره د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شوی او په وینا یې د پاتې شرکتونو د فعالولو هڅې هم په چټکۍ سره روانې دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه،، دوى پرېکړه کړې، چې د سپین زر دولتي شرکت ته د پراختيا ورکولو ترڅنګ په دغه ولايت کې يو شمېر نورې پروژې هم پلې کړي.
د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي په داسې حال کې کندز ته سفر کړی چې تر دې وړاندې یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم د خلکو د ستونزو د حل په موخه دغه ولایت ته سفر کړی و.
25 1 دقیقه لوستل