ټولنه

په کونړکې په لسګونو جريبه کروندې د سېلاو له خطر څخه خوندي شوې

کابل /د سلواغې ١٧مه/باختر
په کونړکې د يواستنادي ديوال په جوړولو سره هيله کېږي په لسګونه جريبه کروندې، کورونه او بڼونه د سېلاو له خطر څخه خوندي شي.
دغه ديوال د کليو د بيا رغاونې اوپراختيا وزارت د چپې درې ولسوالۍ د سيند ترڅنګ جوړوي اوټاکل شوې ده تر څو ورځو پورې کار يې بشپړشي.
د کليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغه ديوال په جوړولو سره په لسګونو کورونه، بڼونه او ١٨٥جريبه کروندې د سېلاو له خطر څخه خوندي کېږي.
د سيمې خلک وايي هرکال سېلاونه د دوى کورونه ، بڼونه اوکروندې ويجاړوي اوهغوى ته زيات مالي زيانونه اړوي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته