نړۍ

پاکستان: د افغانستان د سولې د خبرو برياليتوب پاکستان ته مهم دى

اسلام اباد باختر د چنګاښ څوارلسمه :
د پاکستان د صدر اعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز ويلي دي چې د افغانستان دسولې دخبروبرياليتوب دبل هر هېواد په نسبت پاکستان ته مهم دى.
سرتاج عزيز دغه ټکۍ پرون په اسلام آبادکې د امريکا د کانګرس يوه هيئت ته څرګند کړ .
د پاکستان دبهرنيو چارو وزارت مقامات وايي: سرتاج عزيز دافغانستان دسولې له ډب سره د مخامخو شويو خبرو د بهير په باب امريکايي هيئت ته چې مشرتوب يې سناتور جان مک کين په غاړه درلود، معلومات ورکړل .
د پاکستان او امريکا اړيکې چې په تيرو لسو کلونوکې له لوړو او ژورو سره يوځاى وې؛ اوس د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کيدو وروسته لاپسې خړې پړې شوې دي .
د امريکا جګپوړي جمهوريت غوښتوونکي سناتور جان مک کين د دغه هېواد د کانګرس له غړو څخه د يوه هيئت په مشرۍ دغه راز شمالي وزيرستان ته يوبې سارى سفر درلود .
مک کين چې د امريکا د سنا د پوځي خدمتونو د کميټې رييس دى؛ دهغه هيئت مشرتوب په غاړه لري چې د خبرو اترو لپاره پاکستان ته تللى دى او پرون يې د شمالي  وزيرستان مرکز ميرامشاه وکوت. دا هماغه سيمه ده چې د القاعده، حقاني شبکې او د طالبانو يو مهم مرکز بلل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته