اقتصاد

دافغانستان په خاوره کې د ١١٠٠ کيلومترو په اوږدوالي داوسپنې دپټلۍ دپروژې تخنيکي مطالعات پيليږي .

کابل باختر د ليندى پنځه ويشتمه :
دفوايد عامې وزارت سرپرست نن په يوه خبري غونډه کې ددوشنبې په ښار کې دافغانستان اواړوندو  هيوادونو ترمنځ داوسپنې دپټلۍ  دغځولو د پنځه اړخيز لاسليک شوي پروتوکول په باب معلومات ورکړل .
دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې، دفوايد عامې وزارت سرپرست ديپلوم انجنير نورګل  منګل  په دې خبري غونډه کې  وويل دافغانستان داوسپنې دپټلۍ  ادارې دغه پروتوکول  دچين ، قرغزستان ،تاجکستان ، افغانستان او ايران  په خاوره کې داوسپنې دپټلۍ  دغځولو په خاطر دتاجکستان په  پايتخت دوشنبه کې  دشانګهاي دغړو هيوادونو دغونډو تر څنګ  ددغو هيوادونو له استازو سره لاسليک  کړ .
ده وويل ددغه پروتوکول دمادو له مخې دغه هيوادونه دې بايدپه خپلو خاورو کې  دپروژې  تخنيکي مطالعات او سروې تر ٢٠١٦ميلادي کال پورې پاى ته ورسوي چې په راتلوونکو غونډو کې دهغې دعملي کار په باب اقدام وشي .
دپيلوم انجنير منګل څرګنده کړه  چې داوسپنې  دپټلۍ  ددغې پروژې  تګلوري دوه زره سل کيلومتره  احتوا کوي او يوزرو يوسلو پنځوس کيلومتره يې دکندز  ، بلخ ، جوزجان ، فارياب ، بادغيس او دهرات له ولايتونو څخه تيريږي .
دفوايد عامې وزارت سرپرست وويل دغې پروژې  دترانسپورتي  او ترانزيتي  تګلوري  په توګه دافغانستان  موقعيت زيات ارزښتناک کړى دى .
ده يادونه وکړه چې نړيوال بانک ،داسيا پرمختيا بانک او چينايي  پانګونه ددغې پروژې په عملي کولو کې له افغانستان سره مرسته کوي .
دغه راز په تاجکستان کې دشانګهاي دغونډو ترڅنګ دتاجکستان لورې ژمنه وکړه .  چې  دافغانستان داوسپنې  دپټلۍ  دادارې دديرشو تنو کارکوونکو په روزنه کې همکاري کوي .
په دې خبري غونډه کې وويل شول چې دحيرتانو مزارشريف  داوسپنې دپټلۍ  پروژې داسيا دپرمختيا بانک دڅليرويشتو غړو هيوادونو  ترمنځ د ډيرې ښې پروژې دتطبيق ستاين ليک ترلاسه کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته