امنیت

په هرات کې د يوه قوماندان په ګډون د څلورو تنو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٣۱مه
د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې تېره شپه د کوماندو ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه مشهور  قوماندان په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه عمليات د امنيتي ځواکونو په هلو ځلو سره ترسره شول چې له امله يې د طالبانو د ډلې يو پوځي قوماندان مولوي غلام سرور ووژل شو.
په وژل شويو کسانو کې د عامه نظم يو پخوانى سرتيرى بسم الله دى.
هغه يو کال مخکې له يوه هاموې او يوه اندازه جنګي وسايلو سره طالبانو ته تسليم شو او له هغه وخت څخه تر اوسه پورې د دغې ډلې په صفوفوکې په ډار اچوونکوفعاليتونو بوخت و.
په دغو عملياتو کې يو تن وسله وال طالب ونيول شو او يوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شول .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته