کوالالالمپور باخترد تلې ديرشمه :
د ماليزيا د پينانګ ټاپو په سياحتي سيمه کې پرون د ځمکې ښوئيدنې له امله دوه تنه ووژل شول او دولس تنه نور بې درکه شول .
باختر آژانس دنړيوالو خبري منابعو له خولې خبر راکړ:
دغه پيښه په هغې سيمه کې چې ساختماني کار پکې روان و، رامنځته شوه او د ژغورنې او مرستې ځواکونه له ډيل پرته سيمې ته واستول شول .
د پيښې له ساحې څخه اخستل شوي تصويرونه د دې څرګندوى دي چې د غونډى يوه زياته اندازه خاوره د پيښې په ځاى کې غورځيدلې ده، ټاکل شوې وه چې په دې غونډى کې د استوګنې کورونه جوړ شي .
دوه مړي له کنډوالو څخه ايستل شوي او دولس تنه نور بې درکه دي چې ښايي وژل شوي وي
د ماليزيا د پينانګ ټاپو د ښاروالې ميمونې شريف د څرګندونوله مخې:
تر اوسه پورې د دغې پيښې علت معلوم نه دى، خو دې وويل چې ښايي مرطوبه هوا د دغې پيښې سبب شوې وي .
دغه ساحلي سيمه د سيلانيانو لپاره د هوټلونو په لرلو سره مشهوره ده .
ختم_ ف _ اکرم