ټولنه

دډيورنډ دکرښې په اوږدو کې دپاکستانيانو له خوا داغزنو سميانو په غځولو دخوست دقومي مشرانو تند غبرګون .

کابل باختر دلړم دريمه :
په خوست ولايت کې قومي مشرانو په يوه بې ساري  خوځښت کې دډيورنډ کرښې په اوږدو کې دپاکستان دسيمې ديوال په له منځه وړلو اقدام وکړ .
دغه مشرانو پرون له لسګونو تنو ځوانانو سره په خوست   دډيورنډ  دکرښې صفري سيمې ته لاړ او دپاکستاني پوځيانو له خوا غځول شوي اغزن سيمان يې له منځه يوړل .
  پاکستانيانو دتيريو کال په بهير کې دډيورنډ  په کرښه کې د ډيوالونو جوړولو او داغزنو  سيمانو غځولو  ته زور ورکړى دى .
ددغه هېواد  مقامات وايي چې دغه ډيوالونه  د ډار اچوونکو دتګ  راتګ دمخنيوي لپاره ترسره کيږي خوافغان مقامات داکار په دې کرښه کې  دپاکستانيانو لمسوونکي اقدام بولي او وايي چې دپاکستانيانو دغه اقدام د ډيورنډ  دکرښې په دواړو غاړو  کورني له يوبلې  څخه جلا کوي .
په خوست ولايت کې يوه قومي مشر ګل پاچا باختراژانس ته وويل هيڅکله ددې اجازه نه ورکوي چې پاکستان دسيمې ديوال په جوړولو سره د ډيورنډ له کرښې  له خوا له خپلوانو  څخه يې  جلا کړي .
ده وويل چې د ډيورنډ  دکرښې دقرارداد زماني موده پاى ته رسيدلې ده اوس د ډيورنډ  له کرښې اخوا ساحه په قانوني ډول دافغانستان په خاورې پورې اړه لري
  دخوست قومي مشرانو پاکستاني چارواکو  ته خبر  دارى ورکړ که چيرې دډيوالونو دجوړولو کار ته دوام ورکړي دوى  به بيا هم دهغوپه ړنګولو لاس پورې کړي .
ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته