ټولنه

د ام تي ان شرکت له بې وزلو کورنيوسره مرسته وکړه .

کابل باختر د کب اوولسمه
دام ټي ان افغانستان د ام ټي ان خیریه بنسټ تر پروګرام لاندې د هیواد دننه له هغو بې ځایه شويو، بیوزلو او اړو ۵۰۰ کورنیوسره دزروشړيومرسته وکړه، چې د جنګ جګړو له امله له خپلو ولایتونو څخه بې ځايه شويدي .
ام ټي ان د خپلو بشردوستانه مرستو د پروګرام له لارې، د شړيو په ګډون مهم توکي چمتو کوي، او د افغانستان له بیوزلو وګړو سره مرستې او ملاتړ ته پر خپله ژمنه ولاړه ده.
دغه پروګرام د مهاجرينود راستنولو چارو وزارت او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په همغږۍ تر سره شوچې ددغو وزارتونو له لورې له سروې وروسته بې وزلې کورنى پيژندل شوې وې
د ام ټي ان افغانستان لوى رئیس، حسن جابر خبرې وکړې او ويې ويل: ام ټی ان خیریه بنسټ د بی وزلو کورنیو اړتیاو ته پاملرنه او د هغوي ملاتړ خپل اخلاقي مسؤلیت ګڼې څو هغوي د ژمي له سختي او یخې هوا څخه خوندي کړي. زمونږ د سوداګرۍ اصلي موخه یوازې دا نه ده چې مالي ګټه زیاته کړو، بلکې غواړو دهغوکسانومينه جذب کړوچې مرستې ته اړتيا لري .
دمهاجرينودراستنولو چارو معین حکیمي وويل : چې ام تي ان تل  لومړيتوبونه په پام کې نيسي اودټولنې اړتياوې تقسيم بندي کوي .
دام تي ان شرکت هغو خلکوته دخپلوصادقانه  خدمتونو په  خاطر ځان رسولې دى  چې په سختوشرايطو کې ژوند کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته