نړۍ

پاکستان ته دايران دګازو دليږدونې پروژه به تر ٢٠١٤ کال پوري بشپړه شي

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې  حنارباني کهر پرون دايران اوپاکستان دطبيعي ګازو دنل ليکې دپروژي په باب وويل په زيات ګومان سره به دغه پروژه تر ٢٠١٤ کال پوري بشپړه شي .

دپاکستان دډي ډان ورځپانې دخبرله مخې  دپاکستان دبهرنيو چارو   وزيرې ددغه هيواد ملي اسامبلي ديو ليک په باب وويل پاکستان ته دايران دطبيعي ګازو  دليږدونې دنل ليکې پروژه  دملي ګټو په خاطر دي او دولت تصميم لري چې دهغې دپراختيا په خاطر  ګړندي ګام واخلي .

دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې د ايران پرخلاف  دامريکا دبنديزونو له امله  دانديښنو په باب وويل چې دغه بنديزونه  په عمده ډول  دتيلو په صادراتو اغيزه کوي نه په طبيعي ګازو.

دې زياته کړه يو لړ بنديزونه دملګروملتو دسازمان له خوا پر ايران لګول  شوي دي چې تطبيقول يې جبري دي .

په همدي حال کې  يو اړخيز بنديزونه چې دامريکا  اواروپا اتحاديې له خوا په ايران لګول شوي دي  تطبيقول يې جبري نه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته