سیاست

دهېواد د بهرنیو چارو وزیر دعربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل/ باختر / د کب د میاشتې ۱۱مه
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، نن د عربي متحده اماراتو د نړیوالو همکاریو او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان سره د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شپږڅلویښتمې غونډې په څنډه کې وکتل .
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغې کتنې په بهیرکې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان د سولې له بهیر څخه د عربي متحده اماراتو د ملاتړ له امله مننه وکړه او دواړو لورو د سیمه ییزو همکاریو، ګډو ګټو او دوه اړخیزو اړیکو پر ارزښت ټینګار وکړ.
ختم/ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته