کابل باختر د سلواغې څليرويشتمه :
په تيرو دوو کلونو کې دهرات په ښاري محکمه کې دکورنيو څه دپاسه يو زرو اته سوه قضيې ثبتې شوي دي .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دهرات دښاري محکمې دکورنيو دديوان رييس قضاوتمند بصير احمد نوري په تيرو دوو کلونو کې په دې محکمه کې دتفريق ، نفقې او دبرخليک دټاکنې په ګډون دکورني تاوتريخوالي د څه دپاسه يوزرو اته سوه قضيو دثبت خبرورکړ .
ده په دې ديوان کې دطلاق او تفريق دشمير دزياتوالي دليل په شرعي حقوقو نه پوهاوى ، بې وزلي او بې سوادي ، دميرمن او ميړه دژوندانه په چارو کې دکورنيو لاسوهنې ، او هم دکورنيو نه کفووالى ، له قانون عمر څخه ښکته نکاح ، فزيکي تاوتريخوالي ، دميرمنې او ميړه ترمنځ داعتماد نشتوالي او نورې موضوعګانې وبللې .
د هرات دښاري محکمې دکورنيو دديوان رييس وويل چې زياتره دغه دوسيې څيړلې شوي دي .
ختم- ف _ اکرم