امنیت

شپږ تنه ملکي وګړي په هلمندکې ديوه ماين دچاودنې له امله ټپيان شول.

کابل باختردزمري دمياشتې ٦ مه :
په هلمندولايت کې ددريو ماشومانوپه ګډون شپږ تنه ملکي وګړي ديوه ښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له  امله ټپيان شول.
په دغو ملکي وګړو تيره شپه  د دغه ولايت  دمرکز لښکرګاه ښار په  لويه  لاره کې دماين چاودنه  وشوه .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو دځواکونو يو قوماندان  دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې ددريو ماشومانوپه ګډون شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شول ..
ده  وويل  ماين د سړک په غاړه کې ځاى پرځاى شوى  وکله چې د ملکي وګړو دسپرلۍ موټر له ساحې څخه تيريده ماين وچاوديد او ټپيان شول.
دغه پوځي مقام وسله وال طالبان  ددغه شان ماين ښخولو  مسوول وبلل  او ويي
ويل چې ددغې پيښې دعاملينودپيژندنې اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي
وسله وال طالبان  په هېواد کې په ګڼ ميشتولارو کې  دبمونواو ماينونو په ښخولو لاس پوري کوي  چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته