خبرونهروغتیا

سره صلیب د فراه په لرې پرته سيمه کې روغتيايي مرکز جوړ کړ

– کابل/ د وري٥ مه / باختر

د سره صليب نړيوالې کمېټې د فراه په لرې پرته سيمه کې يو روغتيايي مرکز جوړ کړ.

دغه مرکز په بکواه ولسوالۍ کې جوړ شوی چې مخکې ددې ولسوالۍ اوسيدونکو دخپلو ناروغانو د درملنې لپاره اوږد واټن واهه.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په یوه بیان کې ویلي چې د دغه مرکز لپاره یې روغتیایي کارکوونکي استخدام کړي او طبي تجهیزات او درمل یې هم چمتو کړي دي.

د یاد روغتیایي مرکز په جوړېدو سره د بکوا او ګاونډیو ولسوالیو د څه ناڅه ۲۰ زرو اوسيدونکو روغتیایی ستونزې آوارې شوې.

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د خدمتونو وړاندې کولو ته ژمنه پاتې ده.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته