امنیت

په افغانستان کې د نشه يي توکو توليد په سلوکې ٤٣ زيات شوى دى

_نيويارک دويچه ويله  باخترد لړم د مياشتې  ٣ :
د ملګروملتو د سازمان د نشه يي توکو او جرمونوپرخلاف د مبارزې ادارې يو نوى رپوټ خپورکړى دى چې ښيي په افغانستان کې د اپينو حاصلات دتېرکال په پرتله په سلوکې لس زيات شوى دى. د نا امنۍ پراختيا او د مناسبې اوبه او هوا اصلي دلايل بلل کيږي .
په خبرکې څرګنده شوې ده چې په  ٢٠١٦ ميلادي کال کې د افغانستان د توليد شويو نشه يي توکو اندازه ٤٨٠٠ ټنه  اټکل شوې ده، په داسې حال کې چې دغه   اندازه تېرکال٣٣٠٠ ټنه و.
د دغه رپوټ له مخې، د افغانستان د شمال په ولايتونوکې د کوکناروکرکيله درې برابره زياته شوې ده؛ ځکه دغه ولايتونه په وروستيو دووکلونوکې د نا امنيو ډګر دي .
په رپوټ کې ويل شوي دي چې په سلوکې درې نوي کوکنار د افغانستان د جنوب، ختيځ او لويديځ په ولايتونوکې کرل کيږي او دغه ولايتونه له نورو سيمو څخه زيات نا امن دي.
په روان کال کې په ټول افغانستان کې يوازې په  ١٣ ولايتونوکې کوکنار نه دي
کرل شوي. د افغانستان په شمال کې د جوزجان ولايت چې تېرکال د کوکنارو له
کرکيلې څخه خلاص و؛ په روان کال کې کوکنار پکې کرل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته