امنیت

د غزنې له جيل څخه اووه تنه بنديان آزاد شول

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٧ :
دغزني ولايت له جيل څخه اووه تنه بنديان آزاد شول .
دغزني ولايت د استيناف محکمې رييس عبدالرشيد عابد د باخترآژانس خبريال ته وويل: د نيکمرغه لوى اختر په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس ډاکتر محمداشرف غني احمدزي له فرمان سره سم  اووه تنه بنديان آزاد شول  او  د يوې ښځې په ګډون د اتو تنو نوروبنديانو دبند په موده کې تخفيف راغلى دى.
عابد زياته کړه: دغو کسانو د وسله والې غلا او د ترافيکي پيښو په ګډون په عادي جرمونو په بندکې شپې سباکولې.
ده زياته کړه چې همدا اوس  د اتوتنو ښځو په ګډون څلور سوه يو پنځوس تنه دغزني په جيل کې شپې سباکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته