فرهنګ

د آلوبخارا ګل ادبي جشن په غزني کې جوړ شو

کابل/د غويي ٥مه /باختر
غزني نن د آلو بخارا ګل د ادبي جشن کوربه و.
دغه جشن د غزني د اطلاعاتواوفرهنګ رياست په کوربه توب او د يوشمېرشاعرانو ليکوالانو، هنرمندانو، فرهنګيانو اومسوولينوپه ګډون جوړ شو.
په دې جشن کې د شعر د لوستلو تر څنګ د تياتر هنرمندانوتمثيلي ټوټې وړاندې کړې او سوله ګډ ژوند ،طبيعيت اوکرنې ته پاملرنه د شاعرانو د شعرونو اود هنرمندانود تمثيل اصلي موضوعګانې وې.
د غزني د اطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست مزاري محجوب د دغه جشن د جوړولو هدف فرهنګ ،ادب او د کرنې ودې ته پاملرنه وبلله .
څلورکاله کېږي چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت په غزني کې د الوبخارا ګل د موسم په رارسېدو سره دغه ادبي جشن جوړوي.
د غزني د والي مرستيال ډاکټر امين مبلغ په دې جشن کې سولې ګډ ژوند او د کرنې ودې ته د شاعرانو اوهنرمندانو پاملرنه وستايله .
هغه وويل په افغانستان کې څو لسيزو جګړو فرهنګ ته پاملرنه لږه کړې ده .
د غزني د والي مرستيال وويل چې د سوداګرى اوصنعت د خونې په همکارۍ هلې ځلې کوي چې د دغه ولايت آلوبخارا نړيوالو بازارونوته ورسوي.
په دې جشن کې شاعرانواوهنرمندانو د شعرونو په لوستلو او د تمثيلي پارچو په اجرا کولو سره سوله اوګډ ژوند اود يو او بل منل سولې او ثبات د تامينولولپاره يواځنى لاره وبلله اوله طالبانويې وغوښتل چې د خلکو دغې هيلې ته د رسېدو لپاره له جګړې لاس واخلي اود سولې د خبرولاره غوره کړي .
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته