کابل، د چنګاښ١٥مه، باختر
د هرات په فارسي ولسوالۍ کې په څه د پاسه زر جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
د هرات يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې د هرات د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت کارکوونکي د کرنې له رييس او د استخباراتي ځواکونو په ملګرتيا د فارسي او ادرسکن ولسواليو ته د سفر په بهير کې په زرګونو جريبه کرل شوي کوکنار واړول.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو وختو کې د افغانستان اسلامي امارت مشر اميرالمومنين حفظ الله له خوا په يوه فرمان کې په هېواد کې د نشه يي توکو کرکيله او قاچاق منع کړاى شوي دي.
\ ج