امنیت

دوه تنه تروريست داعشيان ووژل شول

کابل باختر دسلواغې  څلورمه :
د داعش ډلې دوه تنه غړي تېره شپه د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د ٢٠١سيلاب قول اردو په خبرپانه کې ويل شوي دي: د هغې جګړې له امله چې  د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ په  درې سرې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او داعشيانو ترمنځ رامنځته شوه، دوه تنه داعشيان ووژل شول .
په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو او  د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته