کابل، د چنګاښ١١مه، باختر
د (SOU)مرستندویې موسسې د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د رياست په همکارۍ پر ٧٧٠ بېوزلو کورنيو نغدې پيسې ووېشلې.
د سرپل د کرنې رياست د کرنيزو چارو آمر داملا شريف الله مصدق باختر آژانس ته وويل چې دغه کورنۍ پخوا سروې شوې وې او د (SOU) مرستندويې موسسې له خوا پر٧٧٠ کورنيو چې پخوا د کار په بدل کې د خوړو ورکړې په پروګرام کې یې ۲۰ ورځې کار کړى و پر هرې کورنۍ ١٠٠ امريکايي ډالره ووېشل شول.
\ ج