امنیت

په تګاب کې دملي اردو دځواکونو چاڼيز عمليات پاى ته ورسيدل

کابل – باختر دسلواغى نهه ويشتمه :
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي هغه چاڼيز عمليات چې دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې پيل شوى و دڅلوروتنو وسله والو طالبانو په وژل کېدو او دشپاړلسو کليو په تصفيه کولو سره پاى ته ورسيدل.
دسيلاب قول اردو دعامه اړيکو مسول لقمان عاطفي باختر آژانس ته وويل دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې دملي اردو دځواکونو چاڼيز عمليات دسلواغې دمياشتې په ٢٥ نيټه د وسله والو مخالفينو له شتون څخه دتګاب ولسوالۍ دځينو سيمو دپاکولو په مقصد پيل شوي و چې نن ټاکلې هدف ته په رسيدو سره پاى ته ورسيدل.
دڅلورو ورځو عملياتو په بهير کې دتګاب ولسوالۍ شپاړلس کلي دوسله والو مخالفينو له شتون پاک شوي دي ،څلور تنه وسله وال مخالفين وژل شوى او درې تنه نوريې له وسلو سره نيول شوي دي .
ديوبل خبرله مخې : وسله والو مخالفينو دموزاييل دراډيواکتيف ګولۍ په ايښودلو سره وغوښتل دتګاب ولسوالۍ په بازار بريد وکړى چې دغه ګولۍ دملي اردو دځواکونو له خوا کشف او ديوې ترورستي پيښې مخه ونيول شوه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته