کابل، د چنګاښ٣ مه، باختر
د ايبک – پلخمري پر لويه لار د دوو جوماتونو د جوړېدو چارې پيل شوې، چې هر جومات به په یو وخت کې د سلګونو لمونځ کونکو ظرفیت ولري.
د سمنګانو ولايت د رسنيو د دفترمسوول عبدالله هوتک باخترآژانس ته وويل چې د سرور کاينات او عايشه صديقې جوماتونه د نارينه او ښځينه وو لپاره جلا جلا جوړشوي، چې موخه يې د مسافرو لپاره د لمانځه د مناسب ځاى برابرول دي.
دغه جوماتونه د سمنګانو ولایت د سیمه ییزو چارواکو په لګښت جوړېږي.
\ ذ