امنیت

دکندهار ښار دڅلورمې ناحيي مدير ووژل شو

دکندهار ښار دڅلورمې  ناحيي مدير نن دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .

  دکندهار دوالي ويندوى زلمي ايوبي  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دکندهار ښار دڅلورمې ناحيي مدير شيرعالم  دکندهار ښار په  لومړي ناحيي پورې اړوند دتوپ خاني په سيمه کې دوسله والو مخالفينو له خوا  په ډزو سره ووژل شو .

  ويل کيږي بريد کوونکي په تيښتې بريالى شوى دى . 

 دکندهار  ولايت دامنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې دبريد کوونکو دموندلو په مقصد اقدامات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته