کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
د جوزجان امنيتي ځواکونو د دغه ولايت په فيض آباد ولسوالۍ کې څلور تنه د جوار ګرۍ په تور نیولي دي.
د جوزجان د فيض آباد ولسوالۍ امنيه قوماندان داملا کفايت الله صداقت باختر آژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو دغه څلور کسان د فيض آباد ولسوالۍ د نصرت آباد په کلي کې د جوار ګرۍ پر مهال نیولي دي.
د هغه د څرګندونو له مخې له دغو کسانو څخه د جوار ګرۍ وسايل او نغدې پيسې هم ترلاسه شوې دي.
\ ذ