کابل / دغبرګولي٢مه / باختر
د فارياب د ماشومانو د اصلاح مرکز ودانۍ له بيا رغونې وروسته د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو د رييس مولوي عبدالوکيل فاريابي له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د فارياب د مرکزي زندان مدير باختراژانس ته وويل چې د فارياب د ماشومانو د اصلاح مرکز ودانۍ د ١٣٤ زرو افغانيو په لګښت د يونسف په مرسته او د فارياب ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست د ماشومانو د ساتنې شبکې په همکارۍ بيا رغاول شوې ده.
هغه وويل چې د دغه مرکز په بيارغوني سره روغتيايي او تعليمي اسانتياوې برابرې شوې دي.
\ ذ