کابل باختر د ليندۍ د مياشتې ٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د سولې د بین الافغاني مذاکراتو، ټاکنو، تجارتي، ترانزیټي او سیمه ییزه پروژو په برخه کې د دوه اړخیزه همکاریو او اړیکود پراختیاپه اړه بحث او خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه کتنه چې نن مازدیګر د جمهور رئیس په استوګنځي کې ترسره شوه، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته د ولسي جرګې ټاکنو د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله. هغه زیاته هېواد یې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د تامین لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
جمهورئیس غني د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ په ګډون په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ازبکستان د مثبت رول او همغږۍ قدرداني وکړه او وې ویل، د افغانستان حکومت او خلک د باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره د ازبکستان د حکومت او خلکو ښه نیت او صداقت درک کوي..
محمداشرف غني وویل، د سولې تامین د افغانستان د حکومت مسوولیت او زموږ د خلکو اساسي غوښتنه ده او د دې لپاره د هیواد، سیمې، نړۍ او اسلامي هیوادونو په کچه اجماع او تر بل هر وخت زیاته زمینه برابره شوې چې اعظمي ګټه به ورڅخه واخیستل شي..
0 1 دقیقه لوستل