کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر
شفيع غلامي له خپلو سيالانو څخه په مخکې کېدو سره په هرات کې د موټر سايکل ځغلولو د سياليو اتل شو.
هغه وکړاى شول چې ټاکلى واټن له خپلو سيالانو ژر ووهې او لومړى مقام وګټي.
مجيب الله حيدري او ميلاد احمدي په ترتيب سره د دغو سياليو دويم او دريم مقامونه وګتل.
په یادو سیالیو کې ۳۰ تنو ورزشکارانو ګډون کړی و.
د هرات د بدني روزنې او ورزش رييس مولوي ګلاب الدين خپلواک باختراژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې او د دې ورزشي څانګې د غوره څېرو د ټاکنې په مقصد په انجيل ولسوالۍ کې ترسره شوې.
هغه وويل چې د ورزش اداره هڅه کوي چې په هرات کې ملي سيالۍ ترسره کړي چې په نړيوالو لوبو کې د ګډون لپاره غوره څېرې وټاکل شي.
\ ذ