کابل، د غوايي١٨مه، باختر
په هلمند کې د تيلو اووه ټانکونه د تېلو د کيفيت د خرابوالي او ګران پلورنې په خاطر وتړل شول.
د هلمند د انحصاراتو رياست د کنټرول مسوولين وايي چې د وروستيو کې یې د تېلو دغه ټانکونه چې د بې کيفيته تېلو په وړاندې کولو او ګران پلورنې بوخت و، وتړل شول.
د تېلو دغه ټانکونه د لښکرګاه، نادعلي او مارجې په ولسواليو کې موقعيت لري.
د هلمند د انحصاراتو رياست يوه خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې د دوى د څيړنې ډلې د دغه شان ټانکونو د پېژندلو په لټه کې دي.
\ ج