سیاست

دملګروملتو دسازمان دسرمنشي خاص استازي : ملګري ملتونه به دافغانستان دخلکوتر څنګ ولاړ وي .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مرستيال حاجي محمد محقق نن دافغانستان  لپاره دملګرو ملتودسازمان له ځانګړي استازي  نيکولاس  هيسم سره دوزيرانو شورا په ماڼۍ  کې وکتل .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبرورکړ .. په  دې کتنه کې  دملي وحدت  دحکومت دکابينې جوړولو  دبهير، دهيواد دراتلوونکي او په راتلوونکو پارلماني انتخاباتو پورې داړوندو مسئلو په باب خبرې وشوې .
داجراييه رياست مرستيال  دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دځانګړي استازي په توګه دنيکولاس  هيسم دټاکل کيدو له امله خوښي  څرګنده  کړه او هيله يې وکړه چې دى په هغو اوږدو کارونو سره چې په افغانستان  کې يې کړي دي وکولاى شي دافغانستان له خلکو سره مرسته او همکاري وکړي .
په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان ځانګړي استازي  دملي وحدت دحکومت دکابينې دجوړيدو له امله خوښي  څرګنده کړه او ويې ويل چې دملګروملتو سازمان به دافغانستان دخلکو تر څنګ ولاړوي او مرسته به ورسره وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته