پلخمري/۱۷حمل/باختر
د بغلان والي قاري بختیار معاذ پرون په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) له مسوول باروبین سره خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د بغلان والي د دغه ولایت د خلکو اقتصادي ستونزې د یوناما له مسوول سره شریکې کړې.
نوموړي په بغلان کې اړمنو کورنيو ته د مرستو د شفاف وېش ډاډ ورکړ او د بهرنيو مرستندویو موسسو پر همکارۍ یې ټينګار وکړ.
په دې کتنه کې د شمال زون د بشري مرستو مسوول روبين په دغه ولايت کې د بشري مرستو د وېش په شفافیت ټينګار وکړ.
ع