امنیت

ناټو دې تر راتلونکي ميلادي کال پوري ټول امنيتي مسووليتونه افغانانو ته وسپاري .

پاريس  باختر دسلواغي  اتمه

  دفرانسې جمهور رييس نيکولاى  سارکوزي  وايي دى او دافغانستان  جمهور رييس حامدکرزي له ناټو څخه غواړي چې تر  ٢٠١٣ م کال پوري ټول امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته وسپاري .

  سارکوزي په پاريس کې دافغانستان له جمهور رييس حامدکرزي سره له کتنې وروسته وويل دى او د افغان سيال له ناټو څخه غواړي  چې په  ٢٠١٣م کال کې دافغانستان ټول امنيتي مسووليتونه ددغه هيواد ځواکونو ته وسپارل شي .

 مخکې له دې افغان  ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دبشپړ سپارلو نيټه  ٢٠١٤ م کال ټاکل شوي و ، خو سارکوزي اوس ددغې موضوع په باب له ناټو څخه نوى کتنه غواړي .

  ده پرون په پاريس کې وويل موږ  له جمهور رييس کرزي سره دنظر په  بشپړ يو والې سره پريکړه وکړه چې له ناټو څخه وغواړو  چې له ناټو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو سپارل په  ٢٠١٣ م کال کې ترسره کړي .

 دغه راز  دفرانسې جمهور رييس وويل ددغه پلان په باب دامريکا جمهور رييس بارک اوباما ته هم خبر ورکوي  او له ده څخه غواړي چې داطرحه دناټو دغړو هيوادونو ددفاع د وزيرانو په غونډۀ کې چې دراتلونکي ميلادي مياشتي په لومړيو وختو کې په بلجيم  کې جوړيږي وړاندې کړي .

  سارکوزي داهم په ډاګه  کړه چې دکاپيسا ولايت امنيتي مسووليتونه به هم چې درې زره شپږ سوه تبعه فرانسوي عسکر پکې ميشت دي په روان کال کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته