کابل/ د کب ٢٦ مه / باختر
د بدني روزنې او ورزش لوى ريیس نظرمحمد معطمين د ورزشکارانو د غوره لیګ د پیل په مراسمو کې د ګډون په موخه نن بغلان ته سفر وکړ.
د بغلان ورزشي آمر قاري محمد امير اميري باختر آژانس ته وويل چې مطمين د ورزش د بېلابېلو فدراسيونونو ستونزې او ننګونې له نږدې وکتلې او د حل له پاره يې د همکارۍ ژمنه وکړه.
په همدې حال کې د بدني روزنې او ورزش رييس د بغلان له خلکو څخه د مننې په ترڅ کې ورزشکاران د سولې سفيران وبلل او په بغلان کې يې د ورزشکارانو د کارنامو ستاينه وکړه.
دا مهال په بغلان کې ۳۰ ورزشي فدراسیونونه فعال دي چې څه د پاسه ٦ زره ورزشکاران په کې په ورزش بوخت دي.
\ ذ