کابل / د مرغومې ۲۲ مه / باختر
د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د ( ځوانو هیلو) تر عنوان لاندې د کرکټ پیل شویو سیالیو کې د روزګان زلمیانو لوبډلې لومړی مقام او رحیمي لوبډلې دوهم مقام وګاټه.
په روزګان کې د کرکټ سیالیو په دوام د ځوانو هیلو تر عنوان لاندې د کرکټ ۴۰ ورځني ټورنمنټ کې د روزګان زلمیانو کرکټ لوبډله وتوانېده چې ورستۍ لوبه له رحیمي کرکټ لوبډلې څخه وګټي او لومړی مقام خپل کړي.
دغه سیالۍ چې په روزګان کې د خبریال او لیکوال حکمت الله حکیمي په مالي ملاتړ جوړې شوې وې، پرون ناوخته پای ته ورسېدې.
د روزګان د کرکټ بورډ مشر خیرالله افغان ورته سیالۍ د لوبغاړو لا هڅونې لپاره ګټورې وبللې او له ملي سوداګرو یې غوښتنه وکړه چې د لوبغاړو لپاره د یو معیاري لوبغالي په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.
په ورته مهال د حکیمي کرکټ لوبډلې مالي ملاتړ کوونکي حکمت الله حکیمي وايي چې د یادو سیالیو هدف د لوبغاړو تشویق کول او له لوبغاړو سره د مرستې لپاره د ملي سوداګرو پام راګرځول دی.
بل خوا د روزګان د کرکټ لوبغاړي وايي چې د معیاري لوبغالي او اکاډمۍ نه شتون یې سترې ستونزې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې څخه څو ورځې وړاندې هم ترینکوټ او د روزګان په چورې ولسوالۍ کې د کرکټ سیالۍ ترسره شوې.
ن/ر